ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي، شیخ احمد المعصراوي څو اونۍ وړاندې د تلاوت ریکارډ کول بشپړ کړ او د قرآن د چاپ او خپرولو له «رستو» موسسې سره ئې ملګرتیا پیل کړه څو دا په برېښنائي پروګرامونو کې پورته کړي، چیرې چې د قرآن قاریان د خپلې خوښې په روایت سره سم تنظیم شوي تلاوت واوریدل شي.
المعصراوي دا طرحه په ملایشیا کې د اته کلونو هڅو وروسته، د پاکستان د یوې ورته پروژې څخه، چې پخپله ئې په کې برخه اخیستې وه، اقتباس او پراختیا ورکړه. دا لومړی ځل دی چې په ملایشیا کې د قرآن کریم د ټولو پیژندل شوو روایاتو له مخې په یوه واحد غږ ضبط او ریکارډ شوی دی.
المعصراوي، د الازهر پوهنتون استاد، د مصر د مقاري شیخ او د الازهر د قرآني کمیټې پخوانی مشر دی. هغه اوس مهال په بېلابېلو اړخونو کې د قرآن د قرائت د علم په برخه کې د قرآن کریم د خدمت مسؤلیت لري،.
الجزیر خبری چینل د «مصحف امت» د ضبط له بشپړېدو وروسته له شیخ المعصراوي سره لیدنه وکړه. هغه د قرآن سره د یوه عمر ژوند کولو په اړه خپلې هیلهمندۍ بیان کړې. له الجزیره چینل سره د شیخ المعصراوي د خصوصي مرکې ځيني برخې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
د الجزیره چینل خبریال شیخ احمد عیسی المعصراوي ته ښه راغلاست وایو. د هغه د معرفی کولو غوښته ئې ترې وکړه ،نو شیخ صیب خپل ځان معرفي کړ او وې وئيل چې زما ژوند د دقهلیې په یوه کلی کې پیل شو، چیرې چې مې په ۱۰ کلنۍ کې قرآن حفظ کړ. بیا د شبرا په قرائاتو انسټیټیوټ کې شامل شوم او هلته مې ترټولو لوړه علمي درجه، یعنې د قرآن په قرائاتو کې تخصص، ترلاسه کړ . وروسته مې له الازهر پوهنتون څخه د عربي ژبې او اسلامي مطالعاتو لوړه درجه او بیا د حدیث په علومو کې ماسټري او پی ایچ ډي ترلاسه کړه.
له هغه بیا د قرآن د چاپي او بریښنائي بڼې په اړه پوښتنه وشوه ، نو هغه هم ووئيل؛په حقیقت کې، د روایتونو د ضبط او د هغو د غږیز فایل له چاپي قرآن سره د یوځای کولو نظر لومړی ځل په پاکستان کې مطرح شو. ما په ۲۰۱۶ کال کې د دغې پروژې څارنه کوله او دا هغه څه وو چې زه ئې وهڅولم چې دا پروژه پخپل غږ سره ضبط او ریکارډ کړم. هغه په دوام کې ووئيل، زه په چا انتقاد نه کوم، خو ټول په قرآن لوستلو او سمولو کې برابر نه دي. ما په لاهور پوهنتون کې د دغې موضوع مشري کوله او د کویت په استازیتوب ئې څو نسخې چاپ شوې. خو د یوه بشپړ او یوځای شوي پروژې په توګه، په یوه واحد غږ سره، دا کار نه و شوی. نو مې پرېکړه وکړه چې دا پروژه پیل کړم او په ۲۰۱۸ کال کې مې په ملایشیا کې د قرآن د روایتونو ضبط پیل کړ او څو وخت وړاندې مې دا کار بشپړ کړ . الحمدلله، د ضبط پروسې اته کاله وخت ونیو.
له هغه بیا پوښتنه وشوه ،مونږ د اوو او لسو قرائتو په اړه پوهیږو... خو شل قرائتي کار له کومه راغی؟
نو دغه شیخ صیب په خواب کې ووئيل؛ قرائت یو شی دی او روایت بل شی. قرائت یوه پیشوا ته منسوب دی، لکه څنګه چې مونږ د امام نافع د قرائت، د قالون یا ورش روایت اوریدلي دي. نو قرائت د پیشوا لپاره دی، خو روایت د هغه شاگرد ته منسوب دی. نو مونږ وایو: د عاصم له حفص څخه روایت؛ یعنې قرائت د امام عاصم لپاره او روایت د حفص لپاره، چې د هغه شاگرد دی. بیا له هغه وپوښتل شول چې دلته د «مصحف امت» څخه موخه څه ده؟ نو هغه په ځواب کې ووئيل،موخه د ټول اسلامي امت لپاره یو قرآن دی.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم ووئيل؛ تجوید او ترتیل یو شی دی، ځکه چې الله تعالی فرمایلي: «او قرآن په ترتیل سره ولوله.» خو په اوسنئ زمانې کې ترتیل د روان قرائت په توګه پیژندل کیږي، یعنې قاري صیب، لکه څنګه چې د شیخ عبدالباسط یا الحصري څخه اورو، هغه څه تلاوت کوي چې د قرآن په نوم پیژندل کیږي.
خو د تجوید په اړه، هغه څوک چې تلاوت کوي باید په تجوید باندې ماهر وي. خو نن سبا ، موجود هغه دی چې په ښکلي غږ تلاوت کوي. دا د اوسني وخت اصطلاح ده، که څه هم دا له لومړني اسلام څخه شته. کله چې رسول الله (ص) ابوموسي اشعري ته وفرمایل: «پرون شپه مې ستا غږ واورید»، نو رسول الله (ص) څنګه د ابوموسي غږ واورید، په داسې حال کې چې هغه په خپل کور کې و او رسول الله (ص) له بهر څخه د هغه تلاوت اورید؟ دا د دې ثبوت دی چې هغه موجود و او قرآن یې په لوړ غږ لوست.
هغه بیا ووئيل،هغه رول چې؛ رستو بنسټ یا فاؤنډیشن ؛ ته سپارل شوی ډیر مهم دی. نه زه او نه بل څوک کولی شي یوازې د «مصحف الامة په لسو قرائتو سره» د چمتو کولو دنده پر غاړه واخلي. د رستو بنسټ دا دنده ترسره کولی شي ځکه چې ډیر خوشنویسان، په ټولیزه توګه ۱۰ کسان، لري او د قرآن ډیری خطي نسخې په اختیار کې لري. دې کار د دې نسخو باندې د روایتونو لیکل، چې ډیر وخت یې نیوه، زمونږ لپاره اسانه کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4302893